ایکنانیوز د عربی ۲۱له قوله راپور راکړ، د ترکیې د انقرې په ختیځ کې په چانقری ولایت کې یوه سخت طوفان او بادو باران له امله د یوه جومات میناره نسکوره شوه چې د شاوخوا سیمې د اوسیدونکو ځایونو او ګاډو ته ئې یولړ تاوانونه واړول.
ددغې پيښې ویډیوئي کلیپ چې په ټولنیزو چینلونو کې ئې پراخ انعکاس درلودلی ، په چانقري ولایت کې د بادملیک جومات د مینارې دنسکوریدا شیبې ښئ. د ترکیې دغه ولایت ، پرون له سخت باد او باران او طوفان سره مخ ؤ چې په دغه درست ولایت کې ئې ډير تاوانونه اړولي دي.
ځاي خبري سرچینو راپور ورکړی، چې د مینارې د نسکوریدا له امله چا ته کوم ځاني تاوان نه دی رسیدلی ،البته شاوخوا ځينو ودانیو او ولاړو ګاډو ته ئې تاوانونه اړولي دي.
د سیمې چارواکو د جوماتونو د شاوخوا له اوسیدونکو غوښتي چې ددغه ځای دنورو مینارو د نسکوریدا دخطرې په دلیل دې سیمه خالی کړي او دغه راز ئې د وَنو ، د بریښنائي لاینونو د ستنو او د ټریفیک د نښو د بورډونو د غورځيدا د احتمال په باب ئې هم خبرداری ورکړی دی.
د ترکیې ، متحده عربی اماراتو، و د پاکستان د ځينو جنوبی سیمو پشمول د جنوب لویدیځي آسیا او لویدیځي سیمې د آب و هوا د بدلون په دلیل ، په وروستیو څو ورځو کې ورښتونه او طوفانونه ډير زیات شوي او ډير زیات تاوانونه ئې اړولي دي.